د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې د افغان کورنیو د یو ځای کولو تر نامه لاندې ځانګړې پاڼه پرانیستې ده چې له لارې یې په دغه هېواد کې مېشت افغانان به وکولی شي، د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته وغواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو او په امریکا کې د مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د سرچینې په حواله، لا هم یو شمېر افغانان چې د دغو پروګرامونو شرایط پوره کولی شي، له ستونزو سره مخامخ دي. د راپور له مخې، د دې ځانګړې پاڼې د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې تر دې دمه له یوه بله جلا دي.








