د ا.ا د دفاع وزارت وايي د نویو افغان ځواکونو شمیر ۱۵۰ زرو ته رسېدلی او په راتلونکي کې به نور هم ډېر شي. د ملي دفاع وزارت د تفتیش رییس لطف الله حکیمي په یوه مرکه کې ویلي، چې د حربي پوهنتون او حربي ښوونځي د محصلینو سربېره به هغه محصلین هم جذب کړي کوم چې په بهر کې په پوځي زده کړو بوخت دي. نوموړي ویلي یادو محصلینو ته به عقیدتي زده کړې ورکوي او په ادارو کې به دندې ورکوي. حکیمي ویلي اوسنی او پخوانی پوځ توپیر لري ځکه پخواني پوځ د ملي ګټو د دفاع وړتیا نه درلودله. نوموړی وايي چې نوي افغان ځواکونه د هېواد ټولې پولې کنټرولوي تر څو ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو پولو په اړه کومه اندېښنه ونه لري. حکیمي ویلي د پوځ په لیکو کې یې شفافیت راغلی او د تېر په څېر هیڅ خیالي سرتېری وجود نه لري.








