ا.ا د ملګرو ملتونو سازمان په نړۍواله ورځ، له دغه سازمانه غواړي چې له هېوادونو له هغې ډلې له افغانستان سره منصفانه چلند وکړي. د ا.ا د ویاند مرستیال له ملګرو ملتونو غواړي، چې له نړۍ سره د افغانستان د تعامل زمینه برابره کړي او د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ ا.ا ته وسپاري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، ملګري ملتونه باید له خپل اعتبار څخه په سالمه توګه استفاده وکړي او د سترو ځوکونو تر اغېز لاندې دې را نه شي او د ملتونو په وړاندې خپلې پرېکړې په منصفانه توګه مخته یوسي. ملګري ملتونه، ۷۷ کاله وړاندې د دویمې نړۍوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته رامنځته شول. د دغه سازمان له جوړېدو یو کال وروسته افغانستان د هغه غړیتوب خپل کړ. خو اوس مهال ا.ا په دغه سازمان کې استازی نه لري.








