ځیني کسان د پاسپورټ د وېش په بیا پیل کې له ځنډه سر ټکوي او د ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي، خو د پاسپورټ ریاست وایي، د پيلېدو کره نېټه یې نه ده معلومه او هڅه کوي چې ژر پیل شي. پاسپورټ غوښتونکي وايي میاشتې کېږي، چې د پاسپورټ د اخیستو انلاین فورمې یې ډک کړي، خو تر اوسه د پاسپورټ په اخیستو نه دي بریالي شوي. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی دی. څه باندې دوه اوونۍ کېږي، چې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی دی او لا معلومه نه ده،چې کله به بېرته پېل شي.








