د امریکا په میزوري ایالت کې پولیس وایي د دې ایالت د سینټ لیوس په یوې لیسې کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي. د دې ښار پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپي شوي هم دي خو د ټپي شویو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. په وژل شویو کې یوه مېرمن، یوه نجلۍ او برید کوونکی دی چې تر اوسه یې د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي. په لیسې کې زده کوونکو پولیسو ته ویلي چې د برید کوونکي څخه د بچ کېدو په خاطر یې ځانونه په ټولګیو کې دننه بند کړي و. امریکا کې د وسله والو بریدونو په څو پېښو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون د ګڼ شمېر کسانو تر وژل کېدو وروسته کانګرس د روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه.








