له افغان ماشومانو د ملاتړ صندوق هېواد کې د راروان ژمي په تړاو خبرداری ورکوي او له تمویلوونکو یې د ۷۵ میلیونه ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. یونیسف ویلي، چې افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره یوه ژمنۍ ستراتیژي برابره کړې ده او مالي ملاتړ ته اړتیا لري. دغه صندوق په راروان ژمي کې خپلو پروګرامونو او اړتیاوو ته ۷۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د یونیسف د ژمنۍ ستراتیژۍ موخه د مالي مرستو په وېش د کورنیو د پیاوړتیا لپاره تر ۸۰۰ زرو تنو د زیاتو کسانو پوښښ بلل شوی دی. یونیسف اقتصادي ځوړتیا، وچکالي او کرونا ناروغۍ د بېوزلۍ د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي او ویلي یې دي، چې د بشردوستانه پیاوړتیاوو په درشل کې اړتیاوې زیاتې شوې دي.








