د راپورونو له مخې د ایران له اوین زندان څخه تیره شپه تر ډېره لوګي پورته کېدل او د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي. په دې زندان کې تر ډېره سياسي بنديان ساتل کېږي. د ايران دولتي رسنۍ وايي حالت اوس کنټرول دی او اور لګېدل يې جنايي پېښه بللې ده. ایرنا خبري اژانس د دغه زندان پېښو کې یوازې د ۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی. د راپورونو له مخې دغه زندان کې د دریو چاودنو غږونه اورېدل شوي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې لاریونونه هم روان دي.