د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یو ځل بیا د خپلې طرحې پر عملي کېدو ټینګار وکړ. نوموړی وایي، د دې طرحې له مخې باید یوه داسې ممثله شورا ایجاد شي چې اساسي قانون تصویب او تسوید کړي او دغه راز د راتلونکي نظام څرنګوالی وټاکي. نوموړی زیاتوي، دا شورا به د ملي اجماع ممثله او د پرېکړو وروستۍ مرجع وي. د حکمتیار د دغې طرحې په اړه که څه هم اسلامي امارت تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په هېواد کې د ننه د اساسي قانون پر سر بحثونه تاوده شوي دي. د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله د هېواد د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره په غونډه کې ویلي چې د جمهوریت د وخت پر قوانینو به له سره کتنه وکړي.