پر اوکرایین د روسیې له توغندیزو بریدونو سره هممهاله د اوکرایین ناټو متحدین وايي، کیېف سره د دافع هوا عصري سیسټم مرستې زیاتوي. په دې مرستو کې توغندي او رادار سیستمونه شامل دي، چې فرانسې، کاناډا او هالنډ یې اوکرایین ته د ورکولو ژمنه کړې. له دې مخکې امریکا متحدو ایالتونو هم ورته ژمنه کړې او د جرمني له لوري د پرمختللې تکنالوژۍ یوه ورته سیسټم وار له مخه په اوکرایین کې فعال دی. دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې په بروکسل کې د اوکرایین متحدو ۵۰ ناټو غړو هېوادونو غونډه کېږي. کیېف دا غونډه ستایلې او ‘تاریخي ‘ یې بللې. اوکرایني چارواکي وايي، تېره دوشنبې او سه شنبې روسیې پر غیر پوځي هدفونو سل توغندیز او ډرون ګوزارونه کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له کریمیا سیمې سره یې د روسیې نښلونکي مهم پله اوږدو کې د شنبې ورځې چاودنو په غبرګون کې دا بریدونه کړي دي.