افغان حکومت وايي چې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې متوازن او بې پرې سیاست غوره کړی دی. د ا.ا ویاند وایي، که افغانستان دا ډول تګلاره غوره نه کړي، د بهرنیو مداخلو لپاره به زمینه برابره شي. د سیمه ییز اتصال د فرصتونو او ننګونو په سیمینار کې چې پرون په ارګ کې جوړ شوی و، یو شمېر څېړونکو او د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو په سیمه کې د افغانستان د اهمیت پر څېړنو باندې خبرې کړې دي. د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان رول په منطقوي اتصال کې مهم ګڼلی دی. عبدالسلام حنفي ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې به ډېر ژر د ټاپي، کاسا زر، اوسپنې پټلۍ، نوري فايبر او ځينو نورو مهمو پروژو چارې پيل شي. په دې سيمينار کې د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو استازو هم ګډون کړی دی.








