د افغانستان سرپرست حکومت د ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو لپاره د امریکا د ویزې د محدودېدو په غبرګون کې ویلي، چې د بندیزونو لګول د کابل او واشنګټن په ګټه نه دي او امریکا باید پر ا.ا خپل بندیزونه لرې کړي. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کار د دوحې د هوکړې نقض ګڼي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر عادي کولو یې ټينګار کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو او ځینو نورو غیر حکومتي کسانو لپاره د ویزې ورکړه محدوده کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې پر دغو کسانو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي د ویزې د محدودولو لامل د ښځو او په ځانګړې توګه د نجونو د حقونو په تړاو د طالبانو سیاستونه په ګوته کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ا.ا د چارواکو د کورنۍ غړي هم د آمریکا له ویزې محروم شوي دي. له دې سره سم، د بشري حقونو د څار بنسټ بیا د ا.ا د چارواکو د کورنیو پر غړو بندیز لګول عادلانه نه ګڼي.