افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د غړیتوب په ټاکنو کې پاتې راغلی دی. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون د دغې شورا د ۱۲ نویو غړو لپاره ټاکنې وشوې. هغه زیاته کړې، له اسیا پسفېک څخه افغانستان، بنګله دېش، سویلي کوریا، قرغېزستان، مالدیف او وېتنام کاندیدان وو، خو افغانستان او کوریا ونه شو کړای چې ټاکلې رایې ترلاسه کړې. سرچینې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو خپلې رایې وکارولې او سویلي افریقې تر ټولو زیاتې ۱۸۲ رایې ترلاسه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، له اسیا څخه بیا بنګله دېش تر ټولو زیاتې ۱۶۰ رایې، مالدیف ۱۵۴، وېتنام ۱۴۵، قرغزستان ۱۲۶ او کوریا ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې. د راپور له مخې، هر هغه هیواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.