د ا.ا مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د استخباراتو له مسوولینو غوښتي دي چې شریعت بشپړ تطبیق او د شک په اساس دې څوک نه بندیانوي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ا.ا مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د استخباراتو د مرکزي ریاست او د ۳۴ ولایتونو له مسوولینو سره ناسته کړې ده. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې قاضي القضات مولوي عبدالحکیم، د چارو ادارې رییس مولوي نور الحق نور او نورو مسوولینو هم شتون درلود. مجاهد ویلي، شیخ هبت الله اخوندزاده راغلو کسانو ته توصیه وکړه چې د ولس قربانۍ، خوارۍ او تکلیفونه هېر نه کړي، ځکه چې د دوی د همکارۍ په برکت بهرنیان مات او له هېواده ووتل. هغه ټینګار وکړ، چې د ولس حقوق باید خوندي وي، د دوی د حقونو لپاره باید د محاکمو څارنه وشي، څو له مظلوم سره مرسته وشي او د ظالم له شره خلاص شي. هغه زیاته کړې چې ټول مسوولین به ځواب ورکوي چې په دې یوه کال حکومتولۍ کې یې څومره شریعت پلی کړی دی. د ا.ا مشر ټینګار کړی چې د ښځو د حقوقو په اړه یې شپږ ماده ییز فرمان باید تطبیق کړي.