له اوږده ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه. د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې توکي د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايي شرکت ترمنځ د یوې هوکړې له مخې لومړی د کابل څخه متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځای چین ته لیږدول کیږي. د ا.ا د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هوايي دهلېز د پرانیستلو مراسمو ته وویل، چې مخکې به د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې چین ته لېږدول کېدل چې دوه میاشتې وخت به یې اخیست. خو د دغه نوي هوايي دهلېز له لارې به د افغان سوداګرو مالونه په یوه اونۍ کې د چین بازار ته ورسیږي. ملا برادر د افغانستان په څېر په وچه کې راګیر هېواد لپاره د نورو هېوادونو سره د راکړې ورکړې لپاره د هوايي دهلېزونو له لارې سوداګري ډېره مهمه وبلله او ویې ویل چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغان توکو صادرات اکثره په سرحدونو کې د ستونزو سره مخ وي چې دا ستونزې د هوايي دهلېزونو په رامنځ ته کولو سره هوارېدلی شي.