د عامې روغتیا وزارت مسوولين وايي، د تېرو څلورو لسيزو ناخوالو د هېوادوالو رواني روغتیا زیانمنه کړې، له همدې امله اړتيا ليدل کېږي چې نړیوال بنسټونه د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي. چارواکو دا څرګندونې د رواني روغتيا نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې چې په کابل کې جوړه شوې وه. د عامي روغتیا وزارت د رواني ناروغيو څانگې آمر ډاکټر وحيدالله افغان وویل، که څه هم په هېواد کې د رواني ناروغانو د کره شمېرې معلومولو په موخه تازه سروې نه ده شوې، خو د دغه وزارت له خوا په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې شوې سروې ښيي چې د افغانستان ۳۰ سلنه وګړي پر رواني ستونزو اخته دي چې ډېره برخه يې ښځې دي. دی وايي، د تېرو څلورو لسيزو ناخوالو د هېوادوالو رواني روغتيا زيانمنه کړې او له همدې امله باید نړیوال بنسټونه د رواني روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي. نوموړي وویل یاد شوی وزارت توانېدلی څو په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې دوه میلیونه کسانو ته د رواني روغتيا خدمات وړاندې کړي.