روسیې په کابل کې د افغانستان او روسیې د سوداګریزې غونډې په ترڅ کې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د صادرولو هوکړه کړې ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، له افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ شورا رییس دیمیتري انتونوف ویلي، دغه هوکړه د دواړو هېوادونو د سوداګریزې غونډې پر مهال شوه ده. انتونوف زیاته کړې، د سوداګریزې همکارۍ شورا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک له هغه وړاندیز څخه هم ملاتړ کړی، چې د تخنیکي مقرراتو او معیارونو په برخه کې د ا.ا او د اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه کوي. د نوموړي په وینا، د دغو اړیکو جوړېدل به د سوداګرۍ او د توکو د تبادلې پر مهال د دواړو هېوادونو د شرکتونو د عملي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.








