د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ماشینخانې (باغ علمګنج) ودانۍ د کتابپلورونکو او خپرندویانو لپاره په یوه ځانګړي فرهنګي او خپرندوی بازار بدله کړي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه بازار کې د خپرندویانو او کتابپلورونکو د نوملیکنې او د دوکانونو د وېش لړۍ به ډېر ژر پیل شي. د یاد وزارت په وینا، په دې بازار کې به په ځانګړي ډول هغو کتابپلورونکو ته لومړیتوب ورکړل شي چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي.








