د ایران د دوغارون ګمرک چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه او د ارزښت له مخې ۱۰ سلنه زیات شوي دي. د دوغارون ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، په دې موده کې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې څه باندې ۲۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي. د نوموړي په وینا، د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران د صادراتو څه باندې ۹۰ سلنه توکي لېږدول کېږي چې فولادي سیخان، سمنټ، پتروشیمي او نفتي محصولات یې مهم صادراتي توکي دي.








