د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې په ۲۰۲۷ کال کې پلان لري له ۹۱ میلیونه هغو کسانو سره مرستې وکړي، چې له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې لوږه لا هم د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او د سوډان، سومالیا او جنوبي سوډان په ځینو سیمو کې د قحطۍ ګواښ موجود دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ شاوخوا ۲۶۶ میلیونه کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ وو، چې دا شمېر د تېرو لسو کلونو په پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي. په دغو کسانو کې ۳۹ میلیونه له بېړنۍ لوږې یا تر دې هم له سختو شرایطو سره مخ وو. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.








