د سي ان ان ټلویزیون خبر ورکړی چې، په کابل کې د القاعدې د مشر تر وژل کېدو وروسته په لومړي ځل په لوړه کچه دامریکا او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ په قطر کې ناسته شوې ده. سي ان ان د ځینو باوري حکومتي سرچینو په حواله ویلي چې سپینې ماڼۍ په دې ناسته کې د ګډون په موخه د استخباراتي ادارې مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون یو پلاوی لېږلی دی. په راپور کې راغلي چې دغه راز د کابل په پلاوي کې د نورو کسانو ترڅنګ د سرپرست حکومت د استخباراتو د ریاست رییس عبدالحق وثيق شامل دی. سرچينې زياته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم ګډون درلود. په راپور کې راغلي چې له تېر يوه کال راهیسې د امريکا او سرپرست حکومت ترمنځ ناستې شوې وې، خو د الظواهري تر وژل کېدو وروسته دا لړۍ درېدلې وه. د راپور له مخې د قطر په تازه ناسته کې د امريکا د استخباراتي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهین د عبدالحق وثیق په مشرۍ د کابل پلاوي سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې خبرې کړې دي. تر اوسه د امريکا او د افغانستان سرپرست حکومت په رسمي توګه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.