د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وايي، د یوه نظام د ثبات او دوام لپاره اړینه ده چې بنسټونه یې پر شرعي اصولو او ارزښتونو ولاړ وي. نوموړي نن په کابل کې د ا.ا د رهبر د فرمانونو د اغېز علمي او څېړنیز کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، هغه نظام چې پر شرعي اساساتو ولاړ وي، د الله تعالی په مرسته به ثبات او پرمختګ ومومي؛ خو له شرعي اصولو پرته جوړ شوی نظام د دوام وړ نه دی او د اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل کېږي. حقاني زیاته کړې، د نظام د بقا، ثبات او پرمختګ لپاره باید ټول بنسټونه یې پر شرعي اصولو ولاړ وي. نوموړي همداراز ویلي، د مسوولیتونو په رښتینې معنا ترسره کول اوس د تېرو شلو کلونو د مبارزې په پرتله ډېر سخت دي.








