د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ هم منلې چې، د ایران د ګواښونو او د والسټریټ ژورنال لهخوا د ده د کور د انځور خپرېدو وروسته، د پټو خدمتونو په سپارښتنه یې خپل کور پرېښی او یوې پوځي اډې ته تللی دی. بېسنټ له سياېنبيسي سره په مرکه کې د کور د انځور خپرول غیرمسوولانه او خطرناک بللي، ځکه د هغه موقعیت په انټرنېټ کې موندل کېدای شي. نوموړي ویلي، ایران د ده او د امریکا د کابینې د نورو غړو د وژلو ګواښونه کړي، خو ټینګار یې کړی چې دا ګواښونه به د دوی پر دریځ اغېز ونه کړي.








