اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي. د دغه شرکت په وینا، د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه هم برابره شي.








