کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی. د دغه وزارت په وینا، یادې سکې د امانالله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو له دورو سره تړاو لري. کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شوی کس به له څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي سکو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.








