د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یادې پېښې د هېواد په سویلي او ختیځو سیمو کې ثبت شوې دي او د افغانستان سوېل لا هم د پولیو ویروس د خپرېدو له پلوه تر ټولو اندېښمنوونکو سیمو څخه دی. د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې د کور په کور د واکسیناسیون د کمپاینونو نه ترسره کېدل د واکسین د پوښښ پر وړاندې مهم خنډونه بللي دي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال د اکټوبر راهیسې کور په کور کمپاینونه نه دي ترسره شوي، چې له امله یې په ځانګړې توګه کمعمره ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي. دغه سازمان د پولیو د مخنیوي او ټولو ماشومانو ته د واکسین د رسولو لپاره د کور په کور واکسیناسیون د کمپاینونو د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی.








