په کابل کې د روغتیا په برخه کې په یوه پنځه ورځني نندارتون کې د درملو جوړولو د کورني صنعت پر ودې، د روغتیايي تولیداتو پر کیفیت او د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا ټینګار شوی دی. د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو او د ایران، هند او ترکیې د روغتیايي محصولاتو د نندارې لپاره تر ۳۰۰ ډېرې غرفې ځانګړې شوې دي. د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور ویلي، هغه شرکتونه او سوداګر چې بېکیفیته او جعلي توکي هېواد ته واردوي، د خلکو اقتصاد او روغتیا له ګواښ سره مخ کوي او دا کار یې لوی جرم بللی دی.








