د عراق د استازو جرګې رئیس هیبت الحلبوسي د چهارشنبې په ورځ له پارلماني کمېسیونونو له مشرانو سره په غونډه کې، نورو هېوادونو ته د عراقي تېلو د قاچاق په اړه تخنیکي او استخباراتي راپورونه څېړلي دي. په دې غونډه کې د کرکوک د تېلو له ډګرونو او د کردستان له سیمې څخه د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق، د جرفالنصر په سیمه کې د تېلو د قاچاق او د کورمور ګازي ډګر د برید په اړه استخباراتي معلومات ارزول شوي دي. د عراق د استازو جرګې د رئیس د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، الحلبوسي د یادو راپورونو د تعقیب او څېړنې لپاره د یوه لنډمهالي پارلماني کمېسیون د جوړولو امر کړی، څو د خپلو څېړنو پایلې د جرګې ریاست ته وړاندې کړي.








