د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هره ورځ شاوخوا یو نیم زر افغانان د نیمروز ولایت د میلک ـ ورېښمو له لارې افغانستان ته راستنېږي. دغه سازمان د لړم پر ۲۰مه په خپل راپور کې ویلي، چې راستنېدونکي له اوږده سفر وروسته پولې ته رسېږي او ځینې یې د ټپونو او روغتیايي ستونزو له امله بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. د راپور له مخې، له ایرانه په راستنېدونکو کسانو کې ښځې، ماشومان او د عمر خوړلي کسان هم شامل دي. له ایرانه د افغانانو جبري راستنېدل په داسې حال کې دوام لري، چې افغانستان ته د ژمي موسم په نږدې کېدو دی. د اسلامي امارت چارواکو هم ویلي، چې پرون ۱۲۸ کورنۍ، چې ټولټال ۵۷۵ کسان کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.








