د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روانه جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي او په اوسني وضعیت کې د دغه هېواد پر وړاندې د نورو پوځي عملیاتو اړتیا نه ویني. ټرمپ زیاته کړې، که وضعیت بدل شي، امریکایي ځواکونه هر ډول پوځي اقدام ته چمتو دي. بل لور ته، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، تر هغو چې امریکا د اسراییلو ګټو ته تر خپلو ملي ګټو لومړیتوب ورکوي، واشنګټن او متحدین به یې په جګړه کې ښکېل وي.








