د پولنډ پولیس وايي، د دغه هېواد په کراکوف ښار کې د ډزو په پېښه کې څلور ښځې او دوه نارینه وژل شوي او ۱۵ نور کسان ټپیان دي. پولیسو د شنبې په ورځ، د نومبر پر ۷مه ویلي، چې بریدګر د پولنډ تبعه دی او پېښه د کراکوف ښار په اصلي میدان کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. پولیسو تر دې مخکې د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو وروسته یې د قربانیانو شمېر شپږ تنه اعلان کړ. پولیسو همداراز د بریدګر په موټر کې نورې وسلې او مهمات هم موندلي دي.








