د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دغه ولایت د صادراتو ارزښت نږدې دوه برابره زیات شوی دی. ورته مهال یو شمېر سوداګر د صادراتو د لا پراختیا لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د اداري پړاوونو د کمولو او د سوداګریزو اسنادو د اجراتو د چټکتیا غوښتنه کوي. اقتصادي شنونکي د صادراتو د ودې لاملونه د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د بستهبندۍ ښهوالی، د صادراتي معیارونو رعایت په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانسپورټي اړیکو پراختیا بولي.








