په لغمان او غور ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنو ژوند بایللی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار، د لغمان دروازې ته څېرمه د یوه سراچه موټر او زرنج د ټکر له امله اوو تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي. پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د مشلې په سیمه کې شوې ده. بلخوا، د غور ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په تلخک سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د اوښتو له امله، د یوه ماشوم په ګډون پنځو تنو ژوند بایللی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.








