په کندوز ولایت کې د بدخشان، تخار، بلخ، هرات، کابل او ننګرهار د صنعتکارانو او تولیدوونکو په ګډون د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، بازارموندنه او د پلور لپاره د زمینې برابرول دي. د نندارتون ګډونوال د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور بولي او له مسوولینو غواړي چې نړیوالو بازارونو ته د دغو محصولاتو د لاسرسي زمینه برابره کړي.








