په بلخ ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د بلخ امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، د مزارشریف – کابل پر لویه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. په یوه بله پېښه کې، چې پرون د دشت شور په سیمه کې د یوه ټېلري او سویفټ موټر ترمنځ شوې، یوه کس ژوند بایللی دی. د بلخ امنیې قوماندانۍ د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.








