د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ویلي، چې اروپایي ټولنه په بامیان ولایت کې د مالیکولي تشخیص له لابراتواره ملاتړ کوي. دغه سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دا همکاري اړینو تشخیصي روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي. د ډبلیو ایچ او په وینا، په دغه لابراتوار کې تر اوسه د هپاتیت B، هپاتیت C، کووېډ-۱۹ او مایکروبیولوژۍ په برخو کې ټولې ۱۲۱۵ معاینې ترسره شوې دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د تشخیصي خدماتو پیاوړتیا د ساري ناروغیو په پر وخت پېژندلو او ناروغانو ته د درملنې په برابرولو کې مرسته کوي.








