د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېواد یې لا هم په ایران کې د نورو موخو په نښه کولو ته اړتیا لري، چې مشکوک اټومي تاسیسات هم پکې شامل دي. په ورته وخت کې، د ایران مشر مجتبی خامنهیي د جګړې د بیا پیل په صورت کې د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی. د سيبياېس نیوز د نومبر د لومړۍ نېټې د راپور له مخې، ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي، چې له تهران سره خبرې اترې لا هم روانې دي؛ خو د ایران پر ضد یې د نورو بریدونو ګواښ هم تکرار کړی دی. مجتبی خامنهیي هم د شنبې په ورځ امریکا او اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې جګړه بېرته پیل نه کړي. نوموړي ویلي، که جګړه بیا پیل شي، د ایران د بریدونو لپاره به هېڅ جغرافیایي محدودیت نه وي.








