د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په عنابې او حصهاول ولسوالیو کې د بیروجو د دوو نویو کانونو د استخراج د چارو د پیل خبر ورکړی دی. د دغه ریاست رئیس مولوي محمدقاسم امیري باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د دغو کانونو د استخراج چارې د عنابې ولسوالۍ د ګیم او د حصهاول ولسوالۍ د کودهزار په کلیو کې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۲۱ کسانو د بیروج او ګارنېټ د مسلکي استخراج رسمي جوازونه ترلاسه کړي او د کانونو د استخراج فعالیتونه یې په عملي توګه پیل کړي دي.








