د افغان ګاز امارتي شرکت اجراییوي رییس اخترمحمد منصور د ترکمنستان د نفت او ګازو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنګاز دولتي شرکت او ټاپي پروژې له مسوولینو سره د هرات د ګازو نللیکې او د ګازو د وېش شبکو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې لیدنه کې د ګازو د وېش په برخو کې د پرمختللو تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو کارول د افغان ګاز شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللي دي.








