د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، د دغه سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خلکو ملاتړ ته ژمن دي. نوموړې د افغانانو د زغم او هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د هېواد خلک له ګڼو ستونزو سره سره د خپلې ټولنې د پرمختګ او خدمت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. رباب فاطمې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د خپلې دندې له پیل راهیسې د افغانانو فرهنګ او ارزښتونو ته درناوی کوي او له هغوی سره خبرو اترو او ګډې همکارۍ ته ژمنه ده. هغې زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو په لاس کې دی او ملګري ملتونه به د افغانانو د هوساینې، د فرصتونو د رامنځته کولو او د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.








