د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د برخې له مشرې فیونا فریزر او مل پلاوي سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د دغو خدمتونو په وړاندې کولو کې د برابرۍ پر پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراختیا خبرې شوې دي. د سرچینې په خبره په دې کتنه کې همداراز د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستندویو ادارو پر اغېزمنې همکارۍ ټینګار شوی دی.








