د بامیان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د یکاولنګ او پنجاب ولسوالیو ترمنځ د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې د ۲۹ میلیونه او ۷۷۶ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني ویلي، چې د دې پروژې لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکول کېږي. د دغه ولایت د ټولګټو رئیس انجنیر حفیظالله نعمتي ویلي، چې د سړک د بیارغونې چارې به د دویمې درجې سړکونو د تخنیکي معیارونو له مخې او د انجنیري ټیم تر څارنې لاندې ترسره شي.








