د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ځینو مطالبو نه خپرول چې د دوی په وینا د ملي مصلحتونو له مخې محدودېږي، د رسنیو سانسور نه بلل کېږي. نوموړي دا څرګندونې نن له غرمې مخکې په کندهار کې له خبریالانو سره د لیدنې پر مهال کړې او د رسنیو فعالیتونه یې ستایلي دي. هغه پر دې هم ټینګار کړی چې خبریالانو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې او معلومات پر وخت ورسېږي. مجاهد زیاته کړې، چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي د افغانستان په اړه رسنیزه ناامني رامنځته کړي، خو د نوموړي په وینا، دا هڅې به پایله ونه لري. هغه همداراز ویلي، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی.








