د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي په بغداد کې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۵۲مه غونډه کې ویلي، چې دغه سازمان به د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار د حقونو په اړه له ا.ا سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. اسماعیل ابن شیخ احمد د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملاتړ پر دوام هم ټینګار کړی دی. بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د افغانستان په څېر له ځانګړو ننګونو سره مخ هېوادونه باید د سیمهییز امنیت لپاره د غونډې د اجنډا په سر کې وي.








