د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیز شوی، څو د سوداګرۍ او پانګونې لومړیتوبونه مشخص او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره منظم کاري میکانېزم رامنځته شي. د یادې کمېټې د جوړېدو موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو پېژندل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو پراختیا بلل شوې ده.








