د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي توکو تخصصي کمېټې په ژمي کې د لومړنیو خوراکي توکو د وارداتو او له هند او پاکستان څخه د وریجو د واردولو پر ستونزو خبرې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې ناسته کې د یادو ستونزو د حل لپاره له اړوندو صلاحیت لرونکو ادارو سره پر خبرو اترو او همغږۍ ټینګار شوی دی.








