د کاناډا د البرټا ایالت په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله څلور کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي. تر دې مخکې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي، خو حکومت یې ویلي چې د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې به د قربانیانو کورنیو ته له خبر ورکولو وروسته خپرې شي.








