د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، هيله لري د اوکراين په هغو سیمو کې چې مسکو نيولې دي “حالت ارام” شي. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې اوکراين وايي په لوهانسک سيمه کې يې شپږ کلي بېرته نیولي دي. روسيې څو ورځې وړاندې، د اوکرایین څلور لاندې کړې سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړه. د روسیې دا ګام په نړیواله کچه غندل شوی دی. مسکو خبرداری ورکړی چې اوکرایین ته د نورو پوځي مرستو د رسولو پرېکړه د روسیې او لویدیځ تر منځ “د مخامخ پوځي جګړې” ګواښ زیاتوي. امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې دا د مسکو یو “سم لاسي ګواښ”دی او امریکا د دې “جګړې برخه اخیستونکې” یادوي. له دې وړاندې امریکا له اوکرایین سره د ۶۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان کړی و. د امریکا پرمختللې وسلې اوکرایین سره د روسي ځواکونو پر وړاندې د خوځښت په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.