د نورستان ولایت د مرکز پارون اړوند د پرونس او ډېوې کلیو کانال د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پروژې مسوول انجینر محمدحلیم احمدزي ویلي، دغه کانال ۷ زره او ۷۰۰ متره اوږدوالی لري او د جوړولو چارې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي. د نوموړي په وینا، د کانال په جوړښت کې ۲۴۰ متره استنادي دېوال، ۱۸.۳ متره سربند، ۱۵ ورخونه، پنځه واشونه او څلور د اوبو د پرچاوي ځایونه شامل دي.








