یو شمېر هغو هېوادونو چې تر ټولو ډېر تېل صادروي، هوکړه کړې چې د تېلو صادرات کم کړي. له دې پرېکړې سره داسې انګېرل کېږي، چې د نړۍ په ډېری برخو کې به د پټرولو بیې لوړې شي. د اوپیک پلس په نامه تنظیم غړو هېوادونو چې روسیه او سعودي عرب هم پکې شامل دي، منلې چې د ورځې به د تولید کچه تر دوو میلیاردو بېرلو پورې کمه کړي. دغه هېوادونه وايي، تېرو څو میاشتو کې چې په نړۍ کې اقتصادي وده ورو شوې، د تېلو بیې هم ورسره کمې شوې او اوس دوی غواړي دا بیې بېرته ثبات ومومي. روانه اونۍ له هغو وړاندوینو وروسته چې د تېلو صادرونکي هېوادونه تولید کموي، د خامو تېلو بیې نږدې دوه سلنه زیاتې شوې او د یوه بېرل بیه د پرون نږدې ۹۳ امریکايي ډالرو ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده، چې سږ پسرلی پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته چې د تېلو بیې لوړې شوې، امریکا متحده ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو د تېلو زیات تولید غوښتنه کړې ده.