د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د یوناما د تازه درېمیاشتني راپور په غبرګون کې دغه سازمان د بېطرفۍ پر اصل په سرغړونې تورن کړی او ویلي یې دي چې یوناما هڅه کوي د افغانستان د وضعیت منفي انځور وړاندې کړي. مجاهد په یوه اعلامیه کې پوښتنه کړې چې ولې یوناما په خپل راپور کې د خلکو لپاره د مرستو رسولو، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه برابرولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او د لویو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو په برخو کې د ا.ا د ادارو هڅو او لاسته راوړنو ته اشاره نه ده کړې؛ هغه پروګرامونه چې بشري اړخ هم لري. د ا.ا ویاند له یوناما غوښتي چې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.








